ایراني چارواکي وايي چې د نګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې څخه د دوی پر خاورې لس توغندي لګېدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، چې د ایران پر خاورې د دغو توغندیو د لګېدو له کبله یو کس وژل شوی هم دی. نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا توغندي د کوم اړخ له لوري توغول شوي خو خبرداری یې ورکړ که بیا دا کار تکرار شو، ایران به بې تفاوته پاتې نشي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل که دا توغندي له هر اړخ څخه توغول شوي وي، ایران ته د منلو نه دي. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې د سپټمبر په ۲۷ جګړه پیل شوه چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. دوی دواړه پر دغې سیمې د مالکیت دعوه لري. د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند او جګړې د بندولو هڅې لا بریالۍ شوي نه دي.
































