د امريکا د ملي امنيت مشاور وايي ټرمپ امر کړی تر څو په افغانستان کې د راتلونکي ميلادي کال په لومړيو کې د امريکايي سرتيرو شمېر تر ۲۵۰۰ پورې راکم کړي. تر دې وړاندې د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي د ټرمپ د هغه ټويټ په اړه چې تر راتلونکي کرېسمېس به له افغانستان ټول سرتيري وباسي، ويلي و دا يو حدس او ګمان دی. که څه هم اوبراين ويلي ټرمپ تر راتلونکي کرېسمېس د ځواکونو د وتلو په اړه امر نه دی کړی، خو وايي که بين الافغاني مذاکرات ښه پرمخ لاړ شي هر ولسمشر غواړي چې کرېسمېس کې عسکر خپل هيواد ته ستانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې تړون پر اساس به بهرني ځواکونه د راتلونکي ميلادي کال تر مې مياشتې له افغانستان څخه وځي.
































