د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ د روانې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله غونډه کې په ناګورنو قرباغ کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې امریکا، فرانسه او روسیه به د ارمانیا او اذربایجان ترمنځ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوي. یادو درېواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ستونزې د حل لپاره به اقدامات کوي او موخه یې دا ده چې ددواړو لورو ترمنځ اوربند تامین او رامنځ ته شوې ناندرۍ د خبرو له لارې ختمې شي. تر دې وړاندې روسیې هم ددواړو لورو ترمنځ اوربند رامنځ ته کړ خو اوربند یوازې څو ساعته دوام وکړ او جګړې له سره پيل شوې.
































