د امریکایي سمندري ځواکونو د راپورونو له مخې یوه ایراني بېړۍ په عرب سمندرګي کې په ماشین کې د ستونزې له امله ولاړه وه او له سمندري ایتلاف یې د مرستې غوښتنه کړې ده. په سیمه کې مېشتو امریکایي ځواکونو یوه بېړۍ مرستې ته ورلېږلې ده. دوی د لومړنیو توکو مرسته ورسره کړې ده او وروسته یې عماني پوځیانو ته ویلي چې لا ډېره همکاري ورسره وکړي. امریکایي ځواکونو د ایراني بېړۍ له سپرلۍ سره د خوراکي توکو مرسته هم کړې ده. امریکا داسې مهال د ایراني بېړۍ ژغورلو ته ورځي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا له ناندریو او جنجالونو ډکه ده.
































