د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې که چېرته د جوبایډن په څېر سیال ترې ټاکنې وګټي نو امریکا به ورته ځای ورنه کړي. هغه زیاته کړې، په دې شرمېږي چې د بایډن غوندې نوماند ورسره د ټاکنو ګټلو ته راوتلی دی. هغه خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، ایا فکر کوئ چې زه به یې وبایلم، ډېر شرم دی چې خلک ووایي، بایډن له ټرمپ څخه ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، هیڅ ښه احساس به ونه لرم او ښایي د امریکا پرېښودو ته مجبور شم. نوموړي په خپله وینا کې تر اخره پورې پر بایډن مسخرې وکړې او د هغه پر وړاندې یې د ټاکنو بایلل د شرم وړ وبلل.
































