د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په آریزونا ایالت کې په یوه پارکینګ کې ناپېژانده وسله والو له خپل موټر پر عامو وګړو ډزې کړې دي. پولیس وايي بریدګر څو کسه وو چې تر دې دمه پېژندل شوي نه دي او له سیمې په تېښته بریالي شوي. په پېښه کې اووه کسه ټپیان شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي. ځایي چارواکي وایي چې د پېښې د عاملینو پلټل یې پيل کړي او ډېر ژر به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
































