بشري حقونو کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ژوند حق، له جسمي، روحي او رواني پلوه د هېوادوالو امنیت د بشر بنسټیز حقونه دي او حکومتونه د نړیوالو ژمنلیکونو پر بنسټ مسوول دي چې د خپلو هېوادوالو د امنيت ټينګولو لپاره، له هغو جرمي او د ټولنيز نظم ګډوډونکو سره قانوني چلن وکړي چې د خلکو ژوند، امنيت او هوساينه له خطر سره مخامخ کوي. دغه کمیسیون د هېواد په پلازمینه او یو شمېر نورو ښارونو کې د جرمي پدیدو او جنایي جرمونو پر زیاتېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له امنیتي بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې ده چې له مجرمینو سره باید جدي قانوني چلن وکړي او په دې توګه د هېوادوالو د سر او مال خوندیتوب تضمین کړي.
































