په کویټ کې د امریکا سفیرې النا رومانوفسکې ویلي چې کویټ له نظامي پلوه ډېر پیاوړی شوی دی. نوموړې زیاته کړې ده چې دا هېواد اوس پرمختللي نظامي تجهیزات، لکه سوپر هورنټ جنګي الوتکې او پرمختللي زرهي ټانکونه لري. هغې زیاته کړې، دوی به له دې هېواد سره خپلو نظامي مرستو ته ادامه ورکړي څو وکولی شي په یوازې ځان له ترهګرۍ او له ګاونډ څخه متوجه ګواښونو پر وړاندې کارنده مبارزه وکړي. نوموړې دغه راز په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې د کویټ هوایي ځواکونه د لومړي ځل لپاره په سوپر هورنټ جنګي الوتکو او ۲۱۸ پرمختللو زرهي ټانکونو سمبال شوي دي.
































