د امریکایي ځواکونو یوې الوتکې نن د کندهار په هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده. په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند سني لګټ د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه C-17 Globemaster الوتکه د کندهار هوایي ډګر کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده خو په خبره یې، یاده پېښه هیڅ ډول ځاني او مالي زیان نه لري. هغه دغه راز ویلي چې د یادې الوتکې بېړنۍ ناسته د دښمن د تحرکاتو له امله نه وه خو په وینا یې پېښه تر څېړنې لاندې ده.
































