طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هلمند کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی. اعلامیه کې راغلي، امریکایي لوري په هلمند کې له وروستیو تحولاتو وروسته په دغه ولایت کې بې مورده بمبارۍ کړې او په دې توګه یې د دوحې هوکړه نقض کړې ده. اعلامیه کاږي، امریکایي عسکر له جنګي سیمو پرته د کوم چا او یا کومې سیمې د په نښه کولو حق نه لري، خو په تېرو څو ورځو او شپو کې یې د هلمند په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، ګرشک او نورو ولسوالیو په ګډون یې په فراه ولایت کې هم ځینې سیمې په نښه کړې دي چې دا کار په دوحه کې له شوې هوکړې څخه ښکاره سرغړونه ده. طالبانو زیاته کړې چې دوی، د دوحې هوکړې ته ژمن دي خو مقابل اړخ تل شوې هوکړه نقض کړې او په وینا یې که چېرته دا تېروتنې او سرغړونې دوام پیدا کړي نو د بدو عواقبو پړه به یې هم د امریکا پر غاړه وي.
































