د سولې له پڅو هڅو سره هممهاله او په هېواد کې د خونړیو جګړو په دوام په غور ولایت کې درنې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د وروستیو راپورونو له مخې، په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. چاودنه پر ملکي ادارو شوې ده، افغان حکومت یې تر شا د طالبانو لاس بولي او په خبره یې، دوی په لوی لاس د سولې لار بندوي. ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي او تر څنګ یې په کابل کې د نړیوالو ادارو مېشتو استازولیو دغه پېښه غندلې ده.
تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د غور ولایت مرکز فیروزکوه درنې چاودنې و لړزاوه. عیني شاهدان وایي چې چاودنه خورا درنه وه، تر لرې پرتو سیمو یې غږ اورېدل شوی او تر څنګ یې د فیروزکوه ښار د ودانیو، دولتي ادارو او ښوونځیو ښیښې ماتې شوې او چاودنې ته نږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي. په دغه ولایت کې مېشت خبریالان وایي چې پېښه د شهداوو او معلولینو، امنیه قوماندانۍ او ښځو چارو ریاستونو ترمنځ شوې ده. پېښه داسې ځای شوې چې د یادو دریواړو ودانیو دروازې ورته نږدې دي او په سیمه کې لسګونه کسان د خپلو کارونو د مخ ته بېولو لپاره راغلي وو.
ځینې سرچینې په پېښه کې د ۱۶ کسانو، ځينې د ۱۳ او کورنیو چارو وزارت بیا د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبره کوي. د غور ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې له سیمې ۱۳ جسدونه او ۱۰۵ ټپیان ور وړل شوي. د غور ولایت د عامې روغتیا د سرپرست عبدالطیف رحیمي په خبره: «موږ ته ۱۳ شهیدان او تر ۱۰۵ پورې ټپیان راوړل شوي دي. د یو شمېر ټپیان روغتیايي وضعیت ښه نه دی، دوی تر جدي مراقبت لاندې دي، نو ښایي د شهیدانو شمېر زیات شي».
د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې بیا تر ډېره ملکي وګړي شامل دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې د غور ولایت د تېرې ورځې په چاودنه که له ۱۰۵ ټپیانو ۳۵ یې امنیتي کسان او پاتې نور ټول ملکیان دي. که څه چې کومې ډلې تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین دا د طالبانو کار بولي او په خبره یې، په دغه برید کې یادې ډلې ګڼو ملکي وګړو ته تلفات اړولي دي.
په فیروزکوه کې د پېښې عیني شاهدان وایي چې چاودنه خورا درنه وه او تر لرې پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوي دي. عیني شاهد عبدالوکیل وایي، دفتر سره یې نږدې شاوخوا ټوله سیمه د انسانو غوښو او هډونو نیولې وه. د ده په خبره: «درنه چاودنه وشوه، له دفتره ووتم، په ټول واټ کې د خلکو د بدن ټوټې پرتې وې، لس- دوولس کسان مې ولیدل چې ټوټې ټوټې وو، ان څاروي هم ټوټه ټوټه وو، ډېره وحشتناکه پېښه وه».
بلخوا ولسمشر غني بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې او د غور ولایت والي ته یې امر کړی چې د ټپیانو په درملنه کې بېړنۍ همکاري وکړي. نوموړي دغه پېښه وحشتناکه بللې او په خبره یې، وسله وال طالبان په لوی لاس د بې باورۍ فضا رامنځ ته کوي او تر څنګ یې په دغه ډول کړنو د سولې روانې هڅې تخریبوي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي او د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره دې د پردیو تحمیلي جګړه پای ته ورسوي. هغه په غور او نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدونکې کچې اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې د هېواد د راتلونکې په زیان بللي دي. د ده په وینا: ((په غور کې وروستی برید، ظالمانه و، د افغانانو پر وړاندې د جګړې په مانا ده، دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده)).
په غور او ځینو ولایتونو کې داسې مهال خونړۍ امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي چې په دوحه کې لا هم بین الافغاني مذاکرات بې پایلي دي او دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره توافق ته نه دي رسېدلي.
































