بحرین او اسراییلو په رسمي توګه د اړیکو د عادي کولو هوکړه لاسلیک کړه. تر دې وړاندې د امریکا په منځګړیتوب د اماراتو او اسراییلو او همدا راز د بحرین او اسراییلو ترمنځ اړیکې عادې شوې وې. پرون د دواړو هېوادونو ديپلوماتانو د بحرین په پلازمینه منامه کې په رسمي توګه د همکاریو تړون لاسلیک کړ. دوی په دغه تړون کې د فلسطین مسئلې ته هېڅ راز اشاره نه ده کړې. تر دې وړاندې عربي هېوادونو ویلي وو تر هغه به له اسراییلو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه پالې چې د فلسطینیانو حقوقو ته یې درناوی نه وي کړی. ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه به په نږدې راتلونکې کې د یو بل په خاوره کې سفارتونه هم پرانیزي.
































