د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل یې له لومړیتوبونو دی. نوموړي دغه څرګندونې تېر په ماښام په ایران کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. ډاکټر عبدالله ویلي، افغان حکومت او ایراني لوري پر هغه کړنلارې هوکړه کړې چې له مخې به یې افغانان دغه هېواد ته په قانوني بڼه تګ راتګ کوي. نوموړي په ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنايي تذکرو ویش یوه له دغو کړنلارو یاده کړې ده. ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال وايي اوسمهال په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. نوموړی وايي په ایران کې د افغان کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د رسمي اسنادو نه لرل دي.
































