پاکستان یو ځل بیا پر کونړ راکیټي بریدونه کړي دي. د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر مرورې ولسوالۍ ۱۶ توغندي توغولي دي چې له امله یې تلفات هم اوښتي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي چې له دې توغندیو یو یې پر یوه کور لګېدلی او له امله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ څلور نور غړي یې ټپیان کړي دي. هغه وایي د پاکستان راکيټي بریدونو مالي زیانونه هم اړولي دي. پاکستان له کلونو راهیسې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پرتو سیمو وخت ناوخت دغه ډول وحشیانه بریدونه کوي چې ډېر وخت پکې عامو وګړو ته تلفات هم اوړي خو افغان حکومت یې پر وړاندې د پام وړ اقدام نه دی کړی.
































