راپورونه وایي کله چې په فرانسه کې یو چیچنایي ځوان د اسلام ستر پیغمبر ته تر سپکاوي وروسته له یو ښوونکي سر غوڅ کړ په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د امنیتي تدابیرو په پلمه پر مسلمانانو فشارونه ډېر شوي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین ویلي، په فرانسه کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي څو په راتلونکي کې له ورته بوږنوونکو پېښو مخنیوی وکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د ۲۳۱ کسانو داسې دوسیې تر څېړنې لاندې دي چې ښایي له فرانسې څخه وشړل شي. هغه ویلي، په یادو کسانو تور دی چې په انلاین ډول یې عقیدوي مسائلو ته لمن وهلې او په وار وار یې په دې اړه پر ټولنیزو رسنیو لیکنې او پوسټونه کړي دي.
































