د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې افغانان له کلونو جګړو وروسته سولې ته سخته اړتیا لري او دی هیله لري چې د سولې لپاره روانې وروستۍ هڅې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات باعث شي. نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. روحاني زیاته کړې چې د افغان ستونزې یوازینی حل بین الافغاني مذاکرات دي. هغه ویلي، افغانستان چې په کلونو کلونو د پردیو تر یرغل لاندې و دوی د دغه هېواد له حکومت او ملت سره هر اړخیزې همکارۍ کړې دي او د تېر په څېر به یې تل تر څنګ ولاړ وي. نوموړي دغه راز ویلي، امریکا چې په سیمه کې یې سیاستونه له ماتې سره مخ شوي دي اوس هڅه کوي له افغان سولې ټاکنیزې ګټې پورته کړي.
































