د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبانو د هلمند او غور په بریدونو سره وښوده چې د افغان دولت او ملت له نیک او صادقانه نیت څخه سؤ استفاده کوي. نوموړي زیاته کړې، طالبانو وښوده چې د افغانانو اراده او تصمیم ورته هیڅ ارزښت نه لري او په ټول شدت سره یې خپلې ناروا جګړې ته دوام او شدت ورکړی دی. صدیقي ویلي، دولت او ملت د یادې ډلې د شپږ زره او سل خطرناکو زندانیانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه او ډېر ژر یې یوه سخته پرېکړه وکړه څو طالبان له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې او با عزته سوله تضمین کړي خو دوی برعکس جګړه تېزه کړې او د خپلو خلکو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.
































