د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۲ پېښې ثبت شوې دي او وضعیت لا هم تر کنټرول لاندې دی خو زیاتوي چې په راتلونکو ورځو کې د مثبتو پېښو زیاتېدو امکان ډېر دی. نوموړي زیاته کړې که چېرته تدابیر سخت نشي او خلک دا ناروغي جدي ونه ګڼي نو ممکن ۱۶ میلیون کسان پر دې ناوړه ناروغي اخته او ۱۱۰ زره کسان مړه شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام له خلکو غوښتنه کړې ده چې د دې احتمال د غلط ثابتېدو لپاره باید وقایوي روغتیایي سپارښتنې په سمه توګه عملي کړي. فیروز زیاته کړې، د دې ویروس د لا پراختیا په موخه یې د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په لیدنه کې موافقه کړې ده چې سر له سبا څخه په هرات ولایت کې بېړنی وضعیت پلی شي.
































