ایرو ایشیا رېویو په یوه مقاله کې لیکي چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال تر بل هر وخت زیانمنه شوې ده او د هغه په لومړۍ دوره کې ویلی شو چې امریکا هېڅ ډوله ثابته بهرنۍ تګلاره نه لرله. سرچینه کاږي سره له دې چې د امریکا لپاره تر ټولو مهم مسایل هغه جګړې وې چې له کلونو راهیسې روانې دي، خو د ټرمپ حکومت یې لا هم په اړه ثابت دريځ نه دی لرلی. په مطلب کې راځي لا هم په افغانستان کې د سرتېرو د حضور یا وتلو په اړه د امریکا حکومت په یوه خوله نه دی او له دې ښکاري چې دغه اختلافات د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز لرلی شي. ایرو ایشیا په خپله دغه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې د جګړې ددوام او روان تاوتریخوالي یو ستر لامل هم د ټرمپ په حکومت کې د ثابت دريځ او یووالي نشتوالی دی.
































