د زابل د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ به د دغه ولایت په مرکز کلات او شاجوی، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۴۵۷ جریبه سوداګریز بڼونه جوړ شي.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ یوشمېر بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې سوداګریزو بڼونو جوړولو په پار ۱۰۵ د اوبو درې زره لېټره ټانکۍ، ۶۰ متره یو اېنچ پایپ او ۱۸۰ متره جال ورکړل شوي دي.
دغه راز ټاکل شوې، هغو بڼوالو او ځمکوالو ته چې د پستې سوداګریز بڼونه ورته جوړېږي، د پستې د نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شي.
































