د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د ناټو غړو هېوادونو په انلاین او حضوري توګه په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د ناټو سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له پروسې د ملاتړ تر څنګ ویلي دي چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته هم ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم ناټو سازمان ویلي وو چې دوی له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او ددغه هېواد د سولې له پروسې سره هم پوره همکاري کوي.
































