د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په امر د دغه هېواد په پلازمېنه پاریس کې د یو جومات د تړل کېدو امر شوی دی. په فرانسه کې د اسلام ستر پیغمبر ته تر سپکاوي وروسته یو ښوونکی ووژل شو، اوس چارواکي هڅه کوي د امنیتي اقداماتو په پلمه پر مسلمانانو فشار راوړي او وښیي چې د افراطیت پر ضد پرېکنده چلن کوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمن ویلي، دوی غواړي د اسلامي افراطیت پر ضد خپل چلن بدل او عقیدوي مسائلو ته لمن وهونکي د خپل جرم په سزا ورسوي. هغه زیاته کړې، د پاریس په پانتن سیمه کې دغه جومات په فیسبوک کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د جمعې په ورځ د وژل شوي ښوونکي د تدریس میتود غندلی دی.
































