د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ددغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دي چې دواړو لورو تېره ورځ په دوحه کې سره کتلي دي او د سولې اړوند مسایلو باندې یې خبرې کړې دي. دده په خبره طالب لوري په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې ددوحې هوکړه باید عملي کړل شي او په بین الافغاني مذاکراتو کې دې د اساس په توګه ومنل شي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز د سولې د خبرو پر پرمختګ ټینګار کړی دی. د لیدنې په اړه تر دې ډېر معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
































