د ولسي جرګې غړي وایي چې د ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله له خوا د نوې اعلان شوې کابینې ډیری غړي، جرمي دوسیې، د دویم تابیعت نه پریښودل او تحصیلي اسنادو کې ګڼې ستونزې لري چې ځانګړي کمیسیون کار پرې کړی او ممکن دا ستونزه د رایې ورکولو بهیر و ننګوي.بلخوا ټاکل شوې ده چې د نوې کابینې غړي سبا په رسمي توګه د رایې اخیستو په موخه د ولسمشر لخوا معرفي کړل شي.
































