له پوره شپږ کلن ځنډ وروسته نن لومړی ځل دی چې افغان حکومت په یوه ځل ټوله معرفي شوې کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني. ټاکل شوې چې نن ولسمشر غني په خپله د ده او ډاکټر عبدالله عبدالله لوري معرفي شوي وزیران ولسي جرګې ته د ور وپېژني. په دې سره هڅه کېږي چې د سرپرستۍ دود ختم شي، خو د رایې ورکولو، د نوماند وزیرانو د اسنادو، وړتیاوو او تخصص په اړه لا هم اندېښنې شته دي. بلخوا څارونکي بنسټونه بیا له ولسي جرګې غواړي چې وکیلانو ته یوازې د دوی وړتیا ته په کتو رایه ورکړي.
د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي په تېر حکومت کې په کابینه کې د سرپرستۍ دود تر پایه پر خپل ځای و، خو دا لومړی ځل دی چې په شپږو کلونو په یوه ځل ټوله کابینه د باور رایې د اخیستو په موخه ولسي جرګې ته ور معرفي کېږي. ولسمشر غني به نن په خپله ولسي جرګې ته ځي او په ځانګړو مراسمو کې به نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور پېژني. بلخوا په ولسي جرګه کې بیا وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره د یوه مشخص میکانېزم نه موجودیت اندېښنې پارولې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې په ولسي جرګه کې دې وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره یو روښانه او کارنده میکانېزم رامنځ ته شي، څو په دې توګه شفافه او ځواب ویونکې کابینه جوړه شي.
بلخوا په ولسي جرګه کې بیا د نوماند وزیرانو په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي. یو شمېر وکیلانو ویلي چې د کابینې ګڼ غړي دوه تابعیته لري او تر دې دمه یې له بهرني تابعیت لاس په سر شوي نه دي. همدا راز د ځینو نورو نوماند وزیرانو په اسنادو کې هم ستونزې موجودې دي چې ښایي ولسي جرګه دوی ته د باور رایه ور نه کړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وایي چې یو شمېر وکیلان دوه تابعیته لري چې د ولسي جرګې غړي باید دې مسئلې ته متوجه وي او له تېرو تجربو په استفادې دې د نورو هېوادونو تابعیت لرونکو وکیلانو ته د باور رایه نه ورکوي. د فیفا او ولسي جرګې د اړیکو مسوول عبدالباقي رشید وايي: ((ولسي جرګه باید ډاډ ترلاسه کړي چې نوماند وزیر په بریالیتوب سره د اړوند سکتور مخته وړلو لپاره کافي تجربه او وړتیا لري او په دې برخه کې د هر ډول سرسري تېرېدنې مسوولیت په ولسي جرګې پورې اړه لري)).
د ده په خبره، پخوا هم ولسي جرګې یو شمېر داسې وزیرانو ته د باور رایې ورکړې دي چې هغوی دوه تابعیته لرل او د دندې تر ختمېدو وروسته یې بېرته هغه هېوادونو ته تللي او ملت ته د حساب ورکولو لپاره ځان مسوول نه بولي. له دې سره جوخت په ولسي جرګه کې د مصلحتونو د موجودیت په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د فیفا مسوولینو له وکیلانو غوښتي چې له هر ډول مصلحت پرته دې یوازې د وړتیا پر بنسټ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي. د دوی په خبره: ((خلک تمه لري چې ولسي جرګه له مقطعي مصلحتونو او قومي، سمتي، ټیمي او ژبني لیدلورو تېر شي او ځواب ویونکو، په کار پوه، باکفایته او وړ نوماند وزیراتو ته د باور رایه ورکړي)).
د فیفا مشر هم ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د معرفي کولو اقدام ستایي او په خبره یې، دا پروسه به حکومت د قانونیت لور ته بوځي او د فساد په له منځه وړلو کې به هم اغېزناک تمام شي.
ولسمشر غني داسې مهال ولسي جرګې ته خپله کابینه ور معرفي کوي چې وکیلانو وار له مخه د ځینو وزیرانو د جرمي دوسیو، دوه ګونو تابیعتونو، تحصیلي اسنادو او وړتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. وړمه ورځ د ولسي جرګې غړو ویلي وو چې له یادو نوماند وزیرانو ځینې جرمي دوسیې لري او ځینې دوه تابیعته دي. وکیلانو همدا راز د ځینو وکیلانو او نوماند وزیرانو ترمنځ د معاملې ادعا هم کړې ده او په خبره یې یو شمېر نوماند وزیران د معاملې له لارې هڅه کوي ځان واک ته ورسوي او د باور رایه خپله کړي.
































