ډاکټر عبدالله عبدالله وایي لا هم د افغانستان اوسنی بحران د خبرو له لارې د حل وړ دی. نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، امریکا له افغانستان سره له کلونو راهیسې همکارۍ کړې دي خو له بده مرغه د کړکېچ د حل لپاره یې هڅې بې ګټې وې. دده په خبره امریکا غوښتل چې په افغانستان کې روان کړکېچ حل شي له همدې امله مایک پمپیو کابل ته راغلی و خو دغه فرصت ضایع شو. هغه په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو وایي لا هم په دې باور دی چې د افغانستان کړکېچ د خبرو له لارې د حل وړ دی. پمپیو پرون کابل ته راغلی و، خو د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ یې د جوړجاړي هڅه بې پایلې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلاف له امله یې یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړې، د حکومت د سیاسي موخو لپاره نظامي عملیاتو کې برخه نه اخلي، له حکومت سره همکاري کموي او د نورو مرستو پر کمولو هم غور کوي.
































