په ننګرهار کې د پاکستان د وېزې اخیستو لپاره د راغلو کسانو د ګڼ ګوڼې له امله ۱۲ کسان تر پښو لاندې شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په جلال اباد کې د پاکستان د وېزو ورکړه پيل شوې او د ویزو اخیستو لپاره د ټوکن د ویش پر مهال ګڼه ګوڼه شوې ده چې له امله یې راغلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کېږي چې په دې پېښه کې تر ۱۲ پورې کسان مړه شوي او یوولس نور ټپیان دي. په وژل شوو کې عمر خوړلې ناروغې مېرمنې شاملې دي. په دې اړه د ننګرهار ولایت ځایي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې هم په جلال اباد او کابل کې د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د فساد او کمزوري مدیریت په اړه شکایتونه شوي دي او ګڼو خلکو دغه سفارت او قونسلګرۍ یې په فساد کې ښکېلې بللې دي. په جلال اباد کې بیا هره ورځ سلګونه کسان د پاکستان قونسلګرۍ ته د ویزې اخیستو لپاره ورځي چې وخت ناوخت له سختو ستونزو شکایت کوي.
































