ولسمشر غني وایي طالبانو په وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی او دا په دې مانا ده چې دوی پر تاوتریخوالي باوري دي او د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي. نوموړي چې نن یې تر شپږ کاله ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره مکمله کابینه ولسي جرګې ته ور معرفي کوله وویل، افغانان د سولې تږي دي خو طالبانو ثابته کړې چې دوی یوازې د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي او پر خپل روایت په فتح باوري دي. هغه ویلي طالبان هېڅ وخت پر خپل رامنځ ته کړي روایت بریا ته نه شي رسېدلی بلکې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار مذاکراتو ته ادامه ورکول او د تاوتریخوالي کمول دي. ولسمشر غني یو ځل بیا په هلمند او غور ولایتونو کې د طالبانو بریدونه وغندل او په خبره یې یادو بریدونو وښوده چې طالبان د افغانانو غوښتنې ته درناوی نه کوي. ولسمشر غني دغه راز وویل چې افغانستان یوازې نه دی او طالبان دې دا خوبونه هېر کړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به خپلو اهدافو ته ورسېږي. دده په وینا نړیواله ټولنه او د افغانستان ستراتيژیک ملګري شته تړونونو ته ژمن دي او په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو کې پوره همکاري کوي. هغه ویلي امریکا دا ډاډ ورکړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په خبره یې په جینوا کنفرانس کې به نړیوال له افغانستان سره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي.
































