په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پر روان تاوتریخوالي جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. جنرال سکاټ مېلر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي ځکه اوسنی تاوتریخوالی د سولې پر پروسې منفي اغېز کولی شي. هغه همدا راز ډاډ ورکړی چې ناټو او امریکا تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په وینا یې روانه جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او هېڅ لوری باید د جګړې له لارې موخې ته د رسېدو خوبونه ونه ویني. سکاټ مېلر دغه راز وایي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې خبرې ځنډوي خو دوی ته په کار ده چې په ښه سیاست او ښه نیت سره کولی شي جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
































