د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې درنې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني چارواکو په خبره، د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي چې چاودنه ډېره درنه وه او د یوې څلور پوړیزې ودانۍ دوه پوړه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي. د هغوی په وینا، د ډېریو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډېر نازک دی او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي. پېښه د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې رامنځته شوې ده او تر اوسه یې علت هم روښانه نه دی.
































