د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو پر حکومتي چارواکو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د دوی له امله د افغانستان پاسپورت بې عزته او بې حیثیته شوی دی. دوی په ننګرهار ولایت کې د پاسپورت اخیستونکو بې نظمیو کې د دولس کسانو وژل کېدو ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد په ټولو ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی دی او همدا لامل دی چې د افغانستان حیثیت ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېږي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه راز په جلال اباد کې د وژل شویو دولس تنو د مړینې پړه پر حکومت اچولې او زیاته کړې یې ده چې حکومت باید د ویزې اخیستلو لپاره پاک سیسټم رامنځته کړي او د خپل مسوولیت په درک کولو سره خلکو ته خدمات وړاندي کړي. دوی دغه راز پاکستاني ډيپلوماټان او افغان چارواکي په بډي اخیستلو تورن کړي دي او له حکومت څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې یو شمېر نورو بیا لیکلي چې که چېرته پر ډیورنډ فرضي کرښه معامله نه وای شوي نو اوس به هم افغانانو د پخوا په څېر پاکستان ته له ویزې پرته تګ راتګ کاوه
































