د امریکا ددفاع وزارت له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د ټرمپ له سخت فشار سره مخ دی. پولیټیکو نشریې په یوه راپور کې ویلي، ټرمپ د ټاکنیز کمپاین لپاره غواړي چې پنټاګون دده اوامر عملي کړي او تر راتلونکي کرسمس خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم ویلي چې پنټاګون باید د ټرمپ لارښوونې عملي کړي او سرتېري له افغانستان وباسي. دده په خبره سپينه ماڼۍ د سرتېرو د ایستلو لپاره پلان لري او له مخې یې باید د راتلونکي ۲۰۲۱ز کال تر لومړیو پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ یا ۲۸۰۰ ته راښکته کړل شي. رابرت اوبراین یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر په دغه هېواد کې په شرایطو پورې اړه لري. دده په وینا پنټاګون او سپينه ماڼۍ هم همدا وايي چې د سرتېرو حضور او شمېر په شرایطو پورې اړه لري خو اوس شرایط دې ته برابر دي چې تر راتلونکي کرسمس د سرتېرو شمېر تر ۲۵۰۰ راښکته کړل شي. تر دې وړاندې د دفاع وزارت ځينو لوړپوړو چارواکو د ټرمپ دا پرېکړه عجولانه او غیر عملي بللې وه.
































