د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د ناټو ددفاع وزیران نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر مسئله خبرې وکړي. تر دې وړاندې په ناټو کې د امریکا سفیرې ویلي وو چې د ناټو ددفاع وزیرانو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سرتېرو پر حضور خبرې کړې دي. د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان دوی ته د سرتېرو د وتلو په اړه معلومات ورکړي دي. د ناټو ددفاع وزیران به نن له افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو مسایلو بحث وکړي. تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي ویلي وو چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ دوام کوي.
































