په تخار کې پر یوه جومات هوایي برید شوی دی چې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې د تخار په مرکز تالقان کې پر یوه جومات هوایي برید شوی چې له امله یې دوولس کسه وژل شوي دي. سرچینې وایي چې په وژل شوو کې ډېری یې ماشومان دي. د تخار د والي ویاند هم پېښه تایید کړې ده او په خبره یې برید په تېروتنه شوی دی. جواد هجري دغه راز وایي چې په دې پېښه کې څوارلس کسه ټپیان شوي هم دي. په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. په دې وروستیو کې د سختو جګړو له امله په ګڼو ولایتونو کې د افغان حکومت او طالبانو په بریدونو کې ملکي وګړو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي. د بشري حقونو کمیسیون او بېلو نړیوال ادارو په وار وار له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې جګړه ودروي او مذاکرات دې چټک کړي.
































