کندهار کې د ماین چاودنې له امله دوه رومانیایي سرتېري ټپیان شوي دي. د رومانیا دفاع وزارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دا سرتېري په کندهار کې د دوی د مسوولیت په ساحه کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې ټپیان شوي دي. سرچینه وایي، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې یاد سرتېري پر ګزمه بوخت وو. د ټپي شویو سرتېرو روغتایي وضعیت ښه بلل شوی او تر اوسه د یادې چاودنې پړه د طالبانو په ګډون کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. دا په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته لومړی ځل دی چې په افغانستان کې بهرني سرتېري له ورته پېښې سره مخ کېږي.
































