په واشنګټن کې د افغان سفارت دېوال جوړېدو کې د شوي فساد د څېړني کمیسیون غړي جاوید ساپي د ولسي جرګې د مالي او بودجوي چارو کمیسیون ته د یو راپور په ترڅ کې ویلي، چې په دې قضیه کې د بې غورۍ، فساد او سلیقوي چلند ګڼ موارد تر سترګو کېږي چې ځینې یې په دې ډول دي، د دېوال د بیارغونې لپاره نرخ اخیستنه په غیري مسلکي بڼه، د تلیفون له لارې ترسره شوې. پر یاد دېوال ۱۵۸۶۰۰۰ ډالرو د لګښت نرخ استول شوی چې تقریباً په همدې نرخ سفارت ته څېرمه د سفارت د ودانۍ په څېر تعمیر اخیستل کېدلی شي. نوموړي زیاته کړې چې سفیره د څارنوالۍ کې ، د حساب او پوښتنې څخه د ځان د خلاصون په موخه د سفارت له امکاناتو څخه ناوړه شخصي ګټه پورته کوي او د سفارت د لابي بودجې په واسطه یې د DLA PIPER شرکت لخوا د کانګرس له دوو غړو څخه ولسمشر غني ته لیکونه لېږلي ترڅو نوموړې پر دنده وساتي او محاکمه یې نه کړي. د ساپي په وینا، رحماني د فساد د ډېرو نورو مواردو ترڅنګ د سفارت دننه د قومي تبعیض او تفرقې هڅې کړې او د شاد محمد څرګند د زوم (حارث انصاري) په واسطه یې له ګڼو افغانانو څخه د امریکا د وېزو په بهانه پیسې اخیستي دي. د ولسي حرګې غړي جاوید ساپي د راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي، په واشنګټن کې یې د افغانستان سفیري رویا رحماني د فساد، بې غورۍ، ناوړه ګټه اخیستنې او خیانت اړوند ګڼ شواهد را ټول کړي او له ولسي جرګې یې غوښتنه کړې ده چې ددې ګڼ اړخیز کړکیچ په مخنیوي کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
































