د قطر د نړۍوال لټون او ژغورنې ډلې په کونړ ولایت کې د زلزلهځپلو د درملنې لپاره یو لنډمهالی روغتون جوړ کړی دی. د یادې ډلې په وینا، ګڼ ټپیان په دې روغتون کې تداوي شوي او هغه کسان چې ټپونه یې ژور دي، د شاوخوا ولایتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. سرچینه زیاتوي، ترڅنګ یې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره خیمې هم درول شوې دي څو د لنډمهالې سرپناه ترڅنګ د هغوی لومړنۍ اړتیاوې هم پوره شي.
































