بهرنیو چارو وزارت وایي چې له پاکستاني دولت سره یې د ویزو برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په اړه خبرې پیل کړې دي. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په جلال اباد کې د وېزې اخیستونکو په ګڼه ګوڼه کې د ۱۲ ښځو په ګډون د ۱۵ کسانو وژل کېدو ته غبرګون کې ویلي چې دې بوږنوونکي پېښې هېښ کړي او اوسمهال دوی له پاکستاني دولت سره د ویزې اسانتیا په موخه خبرې پیل کړې دي. خبرپاڼه کاږي، په کابل کې یې د پاکستان له سفارت سره په همغږۍ د ویزو ورکړې د نوي رژیم او نورو امکاناتو په اړه خبرې پیل کړې او هیله لري چې ژر دا ستونزه هواره شي.
































