د خوړو نړۍوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) ویلي، چې ډېری هغه کورنۍ چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله بېکوره شوي اوس د غرونو په لوړو سیمو کې ژوند کوي. یاد سازمان وایي دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو ستونزې سره مخ دي، بلکې د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو جدي کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي. د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، د دې سیمو ډېری کلي د موټرو د تګ راتګ له اسانتیاوو بېبرخې دي او د سړکونو نشتوالي د مرستو رسونه ستونزمنه کړې ده. یاد سازمان زیاته کړې، چې د اړتیا وړ توکو د رسولو لپاره له غرنیو او نورو بدیلو لارو چارو استفاده کوي، ترڅو مرسته شوي خوراکي توکي تر اغېزمنو کورنیو ورسوي.
































