د غور د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یاد بند د جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د ۲ میلیونه ۴۳۵ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس ملا رحمتالله امانی ویلي، چې د اقلیم بدلون پر هېواد جدي اغېزه کړې او اسلامي امارت د اوبو د زېربناوو په برخه کې پانګونې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې اصلي موخې د موسمي اوبو راټولول، د ځمکنیو اوبو پیاوړتیا او د کرنیزو چارو ملاتړ دی.
































