د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ او د دموکرات ګوند د نوماند جو بایډن ترمنځ وروستۍ مناظره نن ترسره شوه. په مناظره کې د ډونالډ ټرمپ حکومتولي د سختې پوښتنې لاندې راوستل شوه او پرې تندې نیوکې وشوې. جوبایډن په امریکا کې د کرونا له کبله د مړینې لوړو شمېرو ته په اشارې سره وویل، هغه کس چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د وژل کېدو مسوول دی، باید د امریکا ولسمشر ونه اوسي. خو ټرمپ له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له خپلو هڅو دفاع وکړه او وې ویل چې د ګڼو هېوادونو مشرانو ورته د کرونا په مخنیوي کې د بریالتوب لپاره مبارکي ویلې ده. هغه زیاته کړه چې د کرونا واکسین چمتو شوی او په راتلونکو څو اونیو کې به وویشل شي. بایډن وویل چې ټرمپ په جنورۍ میاشت کې د کرونا په اړه خبر شوی و خو دغه خبره یې له امریکایانو پټه ساتلې وه او خلک یې پر وخت خبر نکړل. تر دې دمه په امریکا کې ۸ میلیون او ۴۰۵ زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۲۲۳ زره بیا مړه شوي دي.
































