د امريکا ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰ کاليزې يادغونډه د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه. د چين مشر شي جين پينګ وويل، دغه جګړه کې برياليتوب په چين کې د پرمختګ او سمسورتيا د عملي کېدو لپاره ستر اهميت درلوده، د زورزياتي او تېري پر وړاندې د چینايانو نه وېرېدونکی ټينګ هوډ ښکارېده ، د نوي چين مقام بنسټ يې کېښود او د نړيوالې سولې د ساتلو په اړه يې خپله کلکه اراده څرګنده کړه.
واقعيتونه ښيي چې چينايان هېڅ ډول زورواکی او تسلط نه وېرېږي، خو چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او ژمنه کړې چې هېڅکله به پر نورو تسلط و نه کړي. خو کله چې چين د نورو هېوادونو له تيري او يا تسلط سره مخ وي، چينايان به تر وسې پورې ورسره مقابلې وکړي. چينايان به په هېڅوجه دوی ته سر ټيټ نه کړي.
































