د هلمند والي وايي، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانوترمنځ لا هم جګړه شته، خو د پخوا په څېر سخته نه ده. نوموړی وايي، چې اوس د طالبانو پرمختګ بند دی او حکومت له دریو لورو عملیات پیل کړي او څلورم لور ته یې هم پیلوي. تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټرنعیم وویل، دوی هلمند کې هغه سیمې بېرته نیولي چې تاکتیکي شاتګ یې ترې کړی و او اوس دفاعي حالت لري. خو د هلمند والي محمد یاسین وايي، تر هغه چې وسله وال طالبان خپلو پخوانیو سیمو ته ستانه شوي نه وي پر وړاندې به یې عملیات روان وي. وسلوالو طالبانو له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې د هلمند پر مرکز لښکرګاه، نادعلي او په ناوې ولسوالۍ کې بریدونه پيل کړي وو او د لښکرګاه د څلورمې حوزې ځینې سیمې یې ونیولې.
































