د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د شي جین پينګ له خوا د مطرح شوي نړیوال مدیریت د وړاندیز ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه وړاندیز د عادلانه نړيوال نظم په جوړولو کې مرسته کوي.
زاخاروا وویل، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په تيان جين ښار کې د ” شانګهای همکارۍ سازمان + “ په غونډه کې د نړیوال مدیریت د وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او روسيه لېوالتیا لري چې په دې اړه مشخص بحثونه وکړي.
نوموړې زياته کړه، چې د نړیوال مدیریت وړاندیز به د روسيې او چين تر منځ هغه عملي همکاري پیاوړی کړي چې په شانګهای د همکارۍ سازمان او بریکس هېوادونو د همکارۍ ميکانېزم په شمول د څو اړخيزو چوکاټونو لاندې ترسره کېږي.
































