د نیمروز ځايي چارواکي وایي، چې په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي او ۳ نور یې له ځان سره بیولي دي. د والي ویاند بهرام حقمل وايي، دغه سرتېري د (دهمزنګ) په نوم پوسته کې و چې تېره شپه طالبانو پرې برید کړی دی. حقمل وایي، طالبانو له دغې پوستې نه ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي. دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په تېرو څو ورځو کې دا دویمه امنیتي پیښه ده چې له ۲۰ ډېر امنیتي سرتېري پکې وژل کېږي.
































