د چيني خلکو د بهرنۍ دوستۍ ټولنې په ترتيب د ۲۰۲۵ کال لپاره د پارلماني غړو د دوستانه تګ راتګ فورم د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د چين په اروموچي ښار کې تر سره شو چې منځپانګه يې د ټولې نړۍ د همکاريزو اړيکو پر جوړېدو او د ګډ پرمختګ پر پرمخبيولو ورټوله وه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.
نوموړي ويلي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال مديريت ابتکاري وړانديز د نړيوالې ادارې پياوړتيا او بشپړتيا ته د چين ځيرکتيا او لايحه برابروي. پارلمان د تقنيني ارګان په توګه د نړيوال مديريت بشپړولو ته د مثبت رول لوبولو دنده لري. هيله لرم چې مختلف پارلماني غړي د دغه فورم د منځپانګې په اړه يو له بل سره خپلې نظريې شريکې کړي او د تجربو تبادله وکړي.
د ۶۰ بهرنيو پارلماني غړو په شمول کابو ۲۶۰ تنو په دغه فورم کې ګډون کړی دی.
































