د اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کیږي. افغان لوبډلې په بي ګروپ کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې ده، دویمه لوبه یې نن له بنګله دېش سره او درېمه لوبه یې د روانې سپټمبر په ۱۸ مه له سرېلانکا لوبډلې سره ترسره کیږي.
































