د پولنډ ولسمشر کارول ناوروتسکي د سپتمبر په ۱۵مه د دغه هېواد په پلازمېنه وارسا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.
کارول ناوروتسکي په دغه لیدنه کې له وانګ يي غوښتي، چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ ته د ده سلامونه او نيکې هيلې ورسوي.
ده د چين پرمختګونه مشهود بللي او ستاینه يې کړې ده. نوموړي وويل: زه د یوه تاريخ پوه په حيث پدې ښه پوهېږم چې چين د جاپان د تېري پرضد د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا لپاره ستره قرباني ورکړې او په دې برخه کې يې زیات خدمتونه کړي دي. دی وايي چې پولنډ غواړي له چين سره خپلمنځي راشه درشه پیاوړې او خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، له تاريخ څخه درس واخلي، خپلمنځي اړيکو ته پرله پسې پرمختګونه ورکړي او په ګډه نړيواله سوله او امنيت وساتي.
وانګ يي کارول ناوروتسکي ته د رئیس شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې ثابت پرمختګ ساتلی دی. ده ویلي چې چين غواړي له پولنډ سره خپلمنځي اعتماد او همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته مسلسله وده ورکړي. نوموړي هيله ښودلې، چې پولنډ د چين په اړه د اروپايي ټولنې د عيني او سم پوهاوي په لرلو کې مثبت رول ولوبوي.
































