پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې افغانان د سولې د بهیر ننګه کوي خو « د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو.» ولسمشر کرزي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل: «د سولې بهیر چې امریکا رامنځ ته کړی، موږ وینو چې د پاکستان سره په عالي هماهنګۍ سره روان دی. موږ د سولې په بهیر کې د پاکستان رول درک کوو. خو موږ ته سوله بل څه ده او د امریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده.»
نوموړي وویل چې دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې چې افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.
ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.
کرزي زیاته کړې چې،د پردې تر شا باید هېڅ معامله او برنامه نه وي. موږ شفافیت غواړو. موږ نغواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تضاد ځای وي. حامد کرزی وایي چې افغانستان باید د رقابتونو ځای نه وي، موږ رنځ ګاللی دی. موږ غواړو چې افغانستان د همکارۍ ځای وي. کرزی وایي افغانان د بهرنیو هدفونو لپاره وژل کیږي.»
او که امریکا او پاکستان په رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې به سوله راشي او په خبره یې افغانان به یې هم هرکلی وکړي.
































