ماکسیم کیم د اورا – آسیا د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي، د شخړو حل او د اعتبارد دیپارتمنت مرستیال د بیلاروس هېواد په پلازمېنه منسک کې د (نني شرآیط ،ګواښونه اوهیله زیږونکې راتلونکې ) ترسر لیک لاندې د اورا-آسیا اقتصادي اتحادیې سره د دریمګړو هېوادونو د متقابله سوداګریزو همکارېو او د پولواوخنډونوله منځه وړلو په نړیوال فورم کې وینا وکړه.
ماکسیم کیم د خپلې وینا په یوې برخې کې وویل،چې د تخنیکي خنډونو له منځه وړلو په اړه د اورا – آسیا اقتصادي اتحادیې د تړون چمتوکولو په مهال ترې یادونه شوې ده .
په ۲۰۲۱ کال کې د اتحادیې غړو هېوادونوله دریمګړي هېواد سره د متقابلې سودا ګرې هوکړه لیک مقرارت او د تخنیکي خنډونوله منځ وړلوشرآیط په هکله ، موافقه نامه لاسلیک شوې ده . له دریمګړي هېواد او د اتحادیې لومړیتوب او ژمنتیا، د خنډونو له منځ وړل او په عملي توګه د هوکړه لیک د پلي کول ، پرنسیب ، لومړیتړب او ژمنتیا د دې موافقه نامې په سر کې لکه څنګه ،چې د اورا-آسیا د اقتصادي اتحادیې نړیوال تړونونه ، د هغې پنځه غړو هېوادونه او دریمګړی هېواد په فارمت کې راغلي او په ګوته شوي دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د اتحادیې او له دریمګړو هېوادونو سره نړیوال تړونونو ، نړیوالو ټولنو او یا له نړیوالواتحادیوسره د ادغام څرنګوالی ، اقتصادي ارزیابي او همدا راز په سوداګرې کې د دې ډول تخنیکي خنډونو له منځ وړل په ګوته شوي دي .
ماکسیم کیم وویل: له مشخص دریمګړي هېواد سره په نړیوال تړون کې اقتصادي ارزیابي، معقولیت ،د موادو شمیرې څرګندول کوم چې په راتلونکي کې به په تجارت کې د تخنیکي خنډ په له منځ وړلو کې ګټور وګرځي.































